د افغانستان له پاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني په خپلو تازه څرګندونو کي ويلي، چي د پاکستان دولت دي په افغانستان کي د تحريک ط..البان پاکستان ( ټي ټي پي) د نيولو له پاره قانوني ګامونه واخلي.
د هغه په خبره چي پاکستان دي د انټرپول پولیسو په مرسته په افغانستان کي ټي ټي پي مشران ونيسي.
دراني ويلي، چي د پاکستان دولت دي په ياده برخه کي د احتياط څخه کار واخلي او قانوني لار دي غوره کړي.
بايد وويل سي چي د پاکستان دولت ادعا کوي، چي د ټي ټي پي مشران په افغانستان کي اوسېږي او د هغه ځای څخه رهبري کېږي ترڅو په پاکستان کي جګړه توده وساتي.
بلخوا بيا ط..البان د پاکستان دغه ادعاوي بې ځايه بولي او زياتوي، چي د ټي ټي پي او پاکستان ترمنځ مسئله د دوی خپله ستونزه ده په افغانستان پوري هېڅ اړه نه لري.
