څو ورځي وړاندي د لوګر ولایت په مرکز پلعلم ښار کي دوه غله د شپې له خوا یو کور ته داخل سوي وو، چي پر مهال ئې یوه ۶۰ کلنه مور او د هغې۱۳ کلنه لور ئې لومړی بېهوښه کړي او وروسته ئې وژلي وو.
د ط..البانو سیمهییز چارواکي وايي، دغو غلو د قربانیانو جسدونه صندوق ته اچولي وو او له کوره ئې څلور زره امریکایي ډالر او ۲۰۰ زره افغانۍ هم غلا کړي وې.
د لوګر د ط..البانو امنيتي مسئولين وایي چي په دې تړاو ئې دوه تنه نیولي دي.
بايد وويل سي چي تېره اوونۍ هم غلو په کابل ښار کي د پوهنتون یو استاد وژلی و او د کور قيمتي توکي ئې ورڅخه غلا کړي وو.
