په هرات ولایت کي د نوای زن په نوم یوې نوي خصوصي راډیو په رسمي ډول خپل نشرات پیل کړي دي.
دا راډیو په ځانګړي ډول د ښځو له لوري پر مخ وړل کېږي او ټولي کارکوونکي ئې ښځینه دي.
د راډیو مسؤلین وايي، د نوای زن هدف د ښځو ږغ ته انعکاس ورکول، د هغوی د حقونو، زدهکړو او ټولنیز ګډون په اړه پوهاوی زیاتول دي.
اوس مهال په هرات کي ۱۴ راډیوګاني فعالیت لري، خو نوای زن لومړنۍ راډیو ده چي بشپړ ښځینه ټیم ئې رهبري کوي.
دغه راډیو په داسي وخت کي په نشراتو پیل کړی چي د ط..ـالبانو له لوري پر رسنیو د سانسور او محدودیتونو کچه ورځ تر بلي لوړېږي. د خبریالانو د حقونو مدافع بنسټونه وايي، د بیان ازادي او د ښځینه خبریالانو حضور په افغانستان کي د جدي ګواښ سره مخ دئ.
