د پاکستان پوليسو ويلي، چي د شنبې په ورځ د دغه هيواد د بلوچستان ايالت په قلات ولسوالۍ کي د قومي مشر شاکر سعدالله پر موټر باندي نامعلومو وسله والو بريد کړی.
د پوليسو په وينا چي په دغه برید کي ياد قومي مشر او د هغه څلور ملګري وژل سوي دي.
د پوليسو په وينا چي د ياد بريد پر مهال څو نور کسان هم ټپيان سوي، چي د درملني په موخه روغتون ته انتقال سوي دي.
د بلوچستان د پوليسو په خبره چي د يادي پېښي په تړاو ئې پلټني پيل کړي
