د بلخ د ط..البانو د رسنیو د مرکز څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د افغانستان د شمالي ولايتونو د زلزله ځپلو سره ترکمنستان هيواد بشري مرستي تېره ورځ بلخ ته رسېدلي دي.
ترکمنستان هيواد د ۳۴ ميليونه افغانۍ په ارزښت دغه بشري مرستي افغانستان ته رسېدلي دي.
د ترکمنستان په دغه مرستو کي خوراکي توکي، درمل او جامې شاملي وې، چي ډېر ژر به په شمالي ولايتونو کي پر زلزله ځپلو او زيانمنو کسانو باندي تقسيم کړل سي.
