ایران: کابل او اسلام‌آباد دي ستونزه د خبرو د لاري حل کړي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له خپل پاکستاني سیال، اسحاق دار، سره په تلیفوني خبرو کي ویلي، چي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل له پاره باید خبري دوام ولري. هغه ټینګار کړی چي د دواړو هيوادونو ترمنځ د خبرو اترو د دوام له پاره سیمه‌ییز هيوادونه هم باید رول ولري او ایران د هر ډول همکارۍ له پاره حاضر دئ.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي دواړو هيوادونو د خپلو اړیکو او د سیمي د وروستیو بدلونونو په اړه هم خبري کړي دي. عراقچي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوسني وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي ئې دي چي تهران چمتو دئ، د اختلافاتو د حل او د تاوتریخوالي د کمولو له پاره هر ډول مرسته وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights