عراقچي: ايران چمتو دئ، چي د پاکستان او ط..البانو ترمنځ د شخړي په حل کي مثبت رول ادا کړي

د ط..البانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چي د ایران د بهرنیو چارو وزیر په یوه تلیفوني اړيکه کي د ط..البانو د بهرنيو چارو د وزیر امیرخان متقي سره ټینګار کړی، چي د ط..البانو او پاکستان ترمنځ سته اختلافونه باید د خبرو او تفاهم له لاري حل سي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي چي هيواد ئې چمتو دئ چي د دواړو لوریو ترمنځ په دې بهیر کي مثبت رول ولوبوي.
له دې وړاندي د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر سره هم په خبرو کي د دواړو هيوادونو ترمنځ د خبرو دوام مهم بللی و.
په ورته وخت کي د ط..البانو د بهرنيو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي چي ط..البان تل هڅه کوي هر ډول ستونزي د خبرو او دیپلوماسۍ له لاري حل کړي. نوموړي څرګنده کړي چي د ط..البانو او پاکستان د وروستیو خبرو دریم پړاو، چي په استانبول کي ترسره سو، بې له کومي پایلي پای ته ورسېد، ځکه د پاکستان مذاکره کوونکو د مسئولیت منلو څخه ډډه وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights