تېره ورځ ۲۱۵۹ د افغان کډوالو کورنۍ افغانستان ته راغلي

د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د يکشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي تېره ورځ د پاکستان او ايران څخه ۲۱۵۹ د افغان کډوالو کورنۍ افغانستان ته راغلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي د شنبې په ورځ ۱۳۶۵ د افغان کډوالو کورنۍ د کندهار د سپين بولدک د لاري، ۵۸۲ د تورخم د لاري او ۱۸۳ د افغان کډوالو کورنۍ د هلمند ولايت د بهرامچې د لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.
په خبرپاڼه کي دغه راز ويل سوي دي، چي په همدې ورځ ۱۶د افغان کډوالو کورنۍ د نيمرز ولايت د ابرېشم پله د لاري او ۱۳ د افغان کډوالو کورنۍ د اسلام کلا د لاري د ايران څخه افغانستان ته راغلي.
بايد وويل سي، چي پاکستان په دې وروستيو کي د دغه هيواد څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې او هره ورځ زرګونه افغان کډوال په زور او جبر د خپلي خاوري څخه باسي او افغانستان ته ئې لېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights