د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف ويلي چې روسيه د ولسمشر ولاديمير پوتين د امر له مخې د يوه احتمالي اټومي ازموينې لپاره د وړانديزونو تيارولو کار پيل کړی دی.
هغه دغه څرګندونې پرون د نومبر په ۸مه رسنیزي کړي دي او ویلي دي چي یاد کار د پوتين په مستقیم امر ترسره کېږي.
لاوروف وويل چې دا کار يوازې د “وړانديزونو چمتو کول” دي، نه د اټومي وسلو د لېږد يا ځای پر ځای کولو اقدام.
د ده په وينا، روسيه به د خپلو امنيتي ګټو د ساتنې لپاره ټول ضروري ګامونه پورته کړي.
