د فلسطین په جنګ ځپلې غزه کي د جګړې د شروع څخه تر اوسه د اول ځل له پاره د پوهنتون څخه محصلين فارغېږي.
د غزې د الاقصی پوهنتون خپل ۱۵۰ ښځینه او نارینه محصلین فارغ کړل،او هغوی ته یې د فراغت یو شانداره مراسم ونیول.
د الاقصی پوهنتون رئیس د فراغت په مراسيمو کي وویل چي د پوهنتون تعمېرونه ونړېدل خو پوهه باید ونه نړېږي.
دا په داسي حال کي چي د اسرائیل پوځ د جګړې په جریان کي ۱۶۵ تعلیمي و تحصیلي مرکزونه په بشپړ ډول او شاوخوا ۳۹۲ تعلیمي مرکزونه یې په جزئي توګه ویجاړ کړي دي.
