کلونه محنت، په مصر کي د ميلياردونو ډالرو په ارزښت د فرعونيانو تاريخ تر ټولو لوی موزيم پرانيستل سو

په قاهره کي، د مصر د پلازمېني ښار، د اهرامونو ترڅنګ د نړۍ تر ټولو ستر تاريخي آثار لرونکی موزيم «لوی مصري موزيم» (Grand Egyptian Museum) په رسمي ډول پرانيستل سو. د پرانستني په مراسمو کي د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو ولسمشرانو، صدراعظمانو او د شاهي کورنيو غړو ګډون کړی و.

دغه ستر پروژه د شل کلونو په موده کي بشپړه سوه، خو د عربي پسرلي پاڅونونو، نړيوالي وبا (کووېډ) او سيمه‌ييزو جګړو له امله څو ځله وځنډېده. د مصر صدراعظم مصطفي مدبولي د پرانستني په وينا کي وويل:

«دا موزيم د مصر له لوري د نړۍ لپاره يو تحفه ده، د هغه تمدن له خوا چي اووه زره کلن تاريخ لري.»

په دې مراسمو کي د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي هم ګډون وکړ.

مراسم د اهرامونو په شا‌منظر کي ترسره سول، چي پکښي د فرعوني جامو اغوستي هنرمندانو نڅاوي وکړلې، د لېزر رڼاوو او آتشبازۍ ښايسته صحنې جوړي سوې، او د «هايروغليف» لرغوني لیکونه په زرين رڼا وځلېدل.

په ګډون‌والو کي د آلمان ولسمشر فرانک والټر شټاین‌مایر، د هالېنډ صدراعظم ډک شوف، د هنګري صدراعظم ويکټر اوربان، د فلسطين ولسمشر محمود عباس، د کانګو ولسمشر فېلکس تشی‌سکېدي، او د عمان او بحرين وليعهدان هم موجود ول.

د موزيم تر ټولو زيات پام د فرعون توتن خامن د قبر له آثارو سره دی، پکښي د هغه زرين ماسک، تخت، تابوت او زرګونه لرغوني خزاني نندارې ته اېښودل سوي وې. برسېره پر دې، د رمسیس دوهم ستر مجسمه د موزيم د مرکزي تالار ښکلا زياتوي.

ولسمشر السیسي وويل:

«دا موزيم د تېر او اوس ترمنځ يو نوی باب دی، چي د مصر د شاندار تاريخ او فرهنګي ميراث کيسه به راتلونکو نسلونو ته ورسوي.»

د فرعون لنډ تاريخ

فرعونان د لرغوني مصر پاچاهان ول، چي نژدې ۳۰۰۰ کاله وړاندې (شاوخوا ۳۱۰۰ ق.م نه تر ۳۰ ق.م) پر مصر واکمن ول. د دوی واکمني د نړۍ له پخوانيو تمدنونو څخه يوه وه.

د فرعونانو د واک دورې ته درې ستر پېرونه ويل کېږي:

  1. زوړ پادشاهي پېر (Old Kingdom) – د اهرامونو د جوړېدو زمانه، شاوخوا ۲۶۰۰ ق.م.
  2. منځنی پادشاهي پېر (Middle Kingdom) – د هنر او ادبياتو وده.
  3. نوی پادشاهي پېر (New Kingdom) – د مصر د ځواک او فتوحاتو زمانه، چي پکي مشهوره واکمنان لکه توتن خامن، احمس، حتشپسوت، اَخناتون او رمسیس دوهم ژوند کاوه.

فرعونان د خدایانو په څېر درناوی کېدل، خلک يې د ژوند او مرګ واکمن بلل. د دوی مړي د زرينو تابوتونو او لويو مقبرو (لکه «وادي الملوک») کي ښخېدل.

په ۳۰ ق.م کي د کليوپاترا اوکتاويوس جګړې وروسته د مصر سلطنت د روم امپراتورۍ برخه سوه او د فرعونانو اوږده دوره پای ته ورسېده.

د همدغه زرګونو کلونو تاريخي تمدن نخښې – اهرامونه، مجسمې، د توتن خامن زرين ماسک، او د فرعونانو تابوتونه – اوس د نوي پرانستل شوي لوی مصري موزيم کي د نړۍ د نندارچيانو لپاره يو ځل بيا راژوندي سوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights