م.لاهب.ت الله د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت ته ۶۳۳ نوي بستونه ورکړي

د ط..البانو د لوړو زده کړو وزارت اعلان کړی، چي د ط..البانو د مشر م.لا هب.ت الله په امر ئې چې د افغانستان په بېلابېلو پوهنتونونو کي د نوي ټکنالوژۍ، کمپیوټرساینس، انجنیري، مصنوعي ځیرکتیا او ریاضیاتو په برخه کي ئې لسګونه نوي بستونه ايجاد‌کړي. د ياد وزارت په وینا ده دا ګام د لوړو زده کړو د عصري کولو او د پوهنیز کیفیت د لوړولو له پاره پورته سوی.
د ط..البانو د‌لوړو زده کړو د وزارت ویاند حافظ ضیاالله هاشمي وايي، دا نوي بستونه ئې د وزارت د عالي شورا په وروستیو غونډو کي منظور سوي دي او دا به د ماسترۍ (فوق لېسانس) پروګرامونو او نوو پوهنځیو جوړېدو ته زمینه برابره کړي.
سرچینه زیاتوي، د بدخشان او غزني پوهنتونونو له پاره هم ځانګړي ادارې او علمي بستونه ځانګړي سوي، څو د طب پوهنځیو فعالیتونه لا پیاوړي سي.
بايد وويل سي چي ط..البانو دغه بستونه پر داسي مهال ايجاد کړي چي څه موده وړاندي ئې د جمهوري نظام پر مهال مقرره سوي استادان او اداري کارمندان د تنقيص په نوم منفک کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights