د ط..البانو د بهرنيو چارو وزارت په خپره سوې خبرپاڼه کي ويلي چي د دوشنبې د ورځي څخه د جرمني د بن په کونسلګرۍ کي بېرته خپل فعاليت پيلوي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دوشنبې د ورځي څخه په جرمني کي مېشت افغانان کولای سي د کونسلي خدماتو له پاره دغه ادارې ته مراجعه وکړي.
د ط..البانو د واکمنۍ د پيل څخه دا لومړی ځل دئ چي د دې ډلې یوه دیپلوماتیکه استازولي په جرمني کي خپل فعالیتونه بېرته پیلوي.
