د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولو تړل کېدو ۲۴ ورځي پوره سوې، چي له امله ئې د دواړو هیوادونو سوداګرو ته په سلګونه میلیونه ډالر مالي تاوان اوښتی دئ. راپورونه ښيي چي یوازې د اکتوبر له ۱۲مي تر ۳۱مي نېټې پوري د لاري بندېدو سوداګرو ته شاوخوا ۵۰ میلیونه ډالر مستقیم زیان اړولی دئ.
پاکستان د تلي په ۱۹مه (۱۱ اکتوبر) د ط..البانو له ځواکونو سره د سرحدي شخړو او پوځي ترینګلتیاوو وروسته، خپلي ټولي لاري د افغانستان سره وتړلې.
دا کار د دواړو لورو سوداګرو ته سخته ضربه ورکړې او هره ورځ ئې د میلیونونو ډالرو زیان سبب سوی دئ.
له دې وړاندي افغانستان هره میاشت شاوخوا ۱۵۰ میلیونه ډالر واردات او ۶۰ میلیونه ډالر صادرات درلود، خو د پولو تړل کېدو دغه تجارت ډېر اغېزمن کړی دئ. همداراز، د پاکستان او منځنۍ آسیا هیوادونو ترمنځ هغه سوداګري هم ټکني سوې چي د افغانستان له لاري ترسره کېده.
د پولو بند پاته کېدو د افغانستان کورني تولیدات هم زیانمن کړي او د دواړو هیوادونو ترمنځ د تجارت حجم د تير کال پرتله راټيټ سوی دئ.
