د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدني پروګرام ويلي چي د هرات ولايت په رباط سنګي سيمه کي د زلزلې له امله د يادي سيمي يوه ښوونځي نړېدلې، چي له ورسره سم ۹۰۰ زده کوونکي د زده کړو څخه بې برخي سوي دي.
دغه سازمان ويلي، چي د دغي سيمي د اوسېدونکو د ستونزو له پاره ملګري ملتونه په دغه سيمه کي نوې ښوونځي جوړوي؛ ترڅو دغه زده کوونکي يو ځل بيا د زده کړو څخه برخمن سي.
د ملګرو ملتونو دکوچنيانو د ملاتړ صندوق ټينګار کړی چي زدهکړو ته د خوندي چاپېریال اماده کول د کوچنيانو د روزني له پاره اړین دئ؛ څو په راتلونکي کي د افغانستان په بیارغونه او پرمختګ کي مرسته وکړي.
