د اکوادور چارواکو اعلان کړی چي ديکشنبې په ورځ د ماشالا ښار په زندان کي د بندیانو ترمنځ د شخړي له امله ۳۱ بندیان وژل سوي. د چارواکو په وینا، د دې پېښي علت د مخالفو ډلو ترمنځ سیالي وه چي په ناڅاپي تاوتریخوالي ته واوښته.
د اکوادور د زندانو د ادارې په وینا، په تېرو دوو میاشتو کي د هیواد په بېلابېلو زندانو کي ورته نوري پېښي هم را منځ ته سوي چي په کښي ګڼ شمېر زندانیان وژل سوي وو.
په ورته مهال، د بشري حقونو سازمانونه له حکومته غواړي چي د زندانو دننه امنیتي تدابیر زیات کړي او د تاوتریخوالي د مخنیوي له پاره پراخ پلانونه عملي کړي. بلخوا بيا د زندان چارواکو ویلي چي د وضعیت د کنټرول له پاره ئې ځانګړي ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.
