په بادغيس کي د ماين د چاودني له امله دوه کوچنيان وژل سوي

د بادغيس د ط..البانو د امنيې د قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د يکشنبې په ورځ ماځېګر مهال د دغه ولايت په بالامرغاب ولسوالۍ کي د تېرو جګړو څخه د پاته سوي ماين د چاودني له امله دوه کوچنيان وژل سوي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي چي دغو کوچنيانو په يوه غرنۍ ساحه کي دغه ماين موندلی او وروسته ئې اور ته اچولی چي چاودنه ئې کړې ده .
خبرپاڼه ليکي چي دغه ماين د تېرو جګړو څخه په ياده سيمه کي پاته سوی و.
بايد وويل سي چي په افغانستان کي هر کال ګڼ شمېر کسان د تېرې جګړې له امله د پاته سوو ماینونو قرباني کېږي، ولس ئې د دولت څخه د پاکولو غوښتنه کوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights