د کندهار څخه د څراغ تلوېزيون خبريال څراغ تلوېزیون ته ويلي، چي د نيوزلنډ هيواد يو ګرځندوی، چي د سياحت له پاره افغانستان ته راغلی و، د دوشنبې په ورځ په کندهار ولايت کي د اسلام په مبارک دين باندي مشرف سو.
دغه ګرځندوی چي عيسوي و، په خرقې شريفه کي ئې د اسلام مبارک دين قبول او پر خپل ځان باندي ئې د محمد داود نوم ايښی
