ط..البانو په خوست کي د طب پوهنځي پر محصلانو لنګوټه تړل جبري کړي

د خوست ولايت څخه ځايي سرچينو د دوشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي په دغه ولايت کي د ط..البانو د امرب.المعروف ادارې د طب پوهنځي پر محصلانو باندي د لنګوټې تړل جبري کړي دي.
د سرچينې په وينا چي ط..البانو د طب پوهنځي محصلانو ته ويلي، چي د لنګوټې پرته پوهنځي ته د داخلېدو اجازه نه لرئ.
بايد وويل سي، چي ط..البانو تر دې مخکي په يو شمېر ولايتونو کي د پوهنتون پر محصلانو او ادارې مامورين باندي د ځېرک موبايل کارول بندي کړي وو او اوس بيا هڅه کوي چي په محصلانو باندي په جبري ډول باندي لنګوټې وتړي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights