د ط..البانو تر واک لاندي د کډوالو او راستنېدونکو چارو د ورازت څخه د دوشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي د يکشنبې په ورځ د ۲۱۷۹ د افغان کډوالو کورنۍ چي د وګړو شمېر ئې ۱۲۶۶۶ تنه کېږي د ايران او پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.
د ط..البانو د ياد وزارت څخه په نشرسوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي ۱۶۶۷ د افغان کډوالو کورنۍ د سپين بولدک د لاري، ۳۷۶ د افغان کډوالو کورنۍ د د تورخم د لاري او ۱۰۱ کورنۍ د هلمند بهرامچې د لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.
خبرپاڼه دغه راز زياتوي چي دغه افغان کډوال د پاکستان دولت په زور او جبر د خپلي خاوري څخه شړلي دي او افغانستان ته ئې لېږلي دي.
دغه راز په همدې ورځ ۳۵ د افغان کډوالو کورنۍ د ايران څخه هم افغانستان ته راغلي دي، چي تر ثبت او راجستر وروسته خپلو اصلي سيمو ته انتقال سوي دي.
بايد وويل سي، چي پاکستان هره ورځ زرګونه افغان کډوال په زور او جبر د خپلي خاوري څخه باسي او افغانستان ته ئې لېږي د افغان کډوالو په وينا چي شمتني او سرمايه ئې ټوله په پاکستان کي پاته سوې او دوی خالي لاس افغانستان ته راغلي دي.
