دافغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شکريه بارکزۍ د آزادۍ د نړۍوال کانګرس مرستياله ټاکل سوې

شکریه بارکزۍ، چي د افغانستان د پخواني جمهوري نظام پر مهال د ولسي جرګې غړې او په ناروي کي سفیره پاته سوې، د ازادۍ نړۍوال کانګرس د مرستیالې په توګه ټاکل سوې ده.
دغه کانګرس په یوې اعلامیه کي ویلي چي د بارکزۍ ټاکنه د ښځو د ونډي د پیاوړتیا او ګډ مشرتابه پر ارزښتونو ټینګار کوي.
میرمن بارکزۍ د کانګرس غړو ته په خپله وینا کي له ټولو غوښتي چي د ازادۍ، برابري او عدالت له پاره لاسونه سره ورکړي او د مثبت بدلون له پاره دي یو ځای کار وکړي.
د ازادۍ نړۍوال کانګرس دویمه ناسته د يکشنبې په ورځ د جرمني د برلین ښار په کوربتوب د ۶۰ هيوادونو د استازو په ګډون پیل سوې. دغه درې ورځنۍ غونډه د استبدادي رژیمونو پر وړاندي د ګډ مقاومت، سیاسي بندیانو د وضعیت او د ولسي خوځښتونو پیاوړتیا ته ځانګړې سوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights