د ط.. البانو د بهرنيو چارو وزارت مرستيال محمد نعيم په کابل کي د بهرنيو سفارتونو د استازو سره د ليدني پر مهال ويلي که پاکستان مذاکراتو ته يو ځل بيا را وګرځي، د ګاونډيتوب ښه نيت ولري او معقولي غوښتني ولري نو ط..البان چمتو دي چي ورسره يو ځل بيا خبري وکړي.
هغه په ياده ليدنه کي ويلي، چي پاکستان د استانبول په غونډه کي غير منطقي او د نه عملي کېدو غوښتني مطرح کړي.
هغه ويلي چي پاکستان د خپلي خاوري د ټولو امنیتي ستونزو مسؤلیت پر افغانستان اچوي.
د هغه په وينا چي د پاکستان په پوځ کي داسي کړۍ سته چي نه غواړي د ط..البانو او پاکستان ترمنځ ستونزه دي حل سي او کړکېچ ته لمن وهي.
بايد وويل سي چي پاکستان ادعا کوي، چي په افغانستان کي د پاکستان ضد ترهګري ډلي روزل کېږي او وروسته بيا د فعاليت له پاره پاکستان ته ځي؛ خو ط..البان بيا د پاکستان دغه ادعا نه مني.
