د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) خبرداری ورکړی چي په افغانستان کي د خوارځواکۍ پېښي په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو ترمنځ، په بېساري ډول مخ په ډېرېدو دي.
یاد سازمان دغه راز زياتوي چي د ژمي په رارسېدو سره به د کافي خوړو نشتوالی لا پسي زیات سي.
دغه سازمان وايي، په تېرو څو لسيزو کي دا لومړی ځل دئ چي په دې ژمي کي د بشري مرستو ټول پروګرامونه به بشپړ عملي نه سي.
د خوړو نړۍوال پروګرام ويلي که نړۍواله ټولنه پر وخت مرسته ونه کړي، ښايي زرګونه افغانان خپل ژوند له لاسه ورکړي.
دغه ادارې مخکي هم خبرداری ورکړی و، چي د افغانستان د لوږي او خوارځواکۍ حالت ورځ تر بلي ډېريږي.
ياد سازمان وایي، ژمي ته له داخلېدو وړاندي بېړنۍ مرستي ته اړتیا ده څو ماشومان او کورنۍ د سختي لوږي له ګواښ څخه خوندي پاته سي.
