تېره ورځ د ګاونډيو هيوادونو څخه تر لس زره زيات افغان کډوال افغانستان ته راغلي

د ط..البانو تر واک لاندي د کډوالو او راستنېدونکو چارو د ورازت څخه د سې شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي د دوشنبې په ورځ تر لس زره زيات افغان کډوال د ايران او پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.
د ط..البانو د ياد وزارت څخه په نشرسوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي ۵۲۸۶ افغان کډوال د د کندهار دسپين بولدک د لاري، ۲۳۲۲ افغان کډوال د تورخم د لاري او ۸۴۳ د هلمند بهرامچې د لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.
خبرپاڼه دغه راز زياتوي چي دغه افغان کډوال د پاکستان دولت په زور او جبر د خپلي خاوري څخه شړلي او افغانستان ته ئې لېږلي دي.
دغه راز په همدې ورځ ۴۴۶ د افغان کډوال د ايران څخه هم افغانستان ته راغلي دي.
بايد وويل سي، چي پاکستان هره ورځ زرګونه افغان کډوال په زور او جبر د خپلي خاوري څخه باسي او افغانستان ته ئې لېږي د افغان کډوالو په وينا چي شمتني او سرمايه ئې ټوله په پاکستان کي پاته سوې او دوی خالي لاس افغانستان ته راغلي دي. نړۍوالو بشري سازمانو د پاکستان دغه اقدام د انسانيت او د کډوالۍ د نړۍوالو اصولو سره په ټکر کي بللی او د پاکستان څخه ئې د درېدو غوښتنه کړې خو پاکستان دغه غوښتنه نه مني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights