د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کي د پاکستان دايمي استازي عاصم افتخار ویلي چي د لويديځو هيوادونو څخه په افغانستان کي د پاته سوو پرمختللو وسلو او مهماتو شتون د جدي اندېښني وړ خبره ده.
هغه د خپلو خبرو پر مهال ويلي، چي په پاکستان کي د جنګېدونکو وسله والو ډلو څخه د پاکستان پوځ هغه وسلې نيولي چي د لويديځو هيوادونو څخه په افغانستان کي پاته سوي دي.
هغه د خپلو خبرو پر مهال ويلي، چي ترهګر په ښکاره ډول د افغانستان څخه راځي او په پاکستان کي ترهګريز فعاليتونه ترسره کوي.
بلخوا بيا ط..البان د پاکستان دغه ادعاوي بې اساسه بولي او زياتوي، چي پاکستان په افغانستان کي د يو خپلواک نظام موجوديت نه سي زغملای.
