په جوزجان کي د ترافيکي پېښي له امله يو کس وژل سوی او څلور ټپيان دي

د جوزجان د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشرسوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د جوزجان او بلخ پر لويه لار باندي د ترافيکي پېښي له امله يو کس وژل سوی او څلور نورټپيان دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي ټپيان د درملني په موخه د جوزجان ولايتي روغتون ته انتقال سوي دي.
د خبرپاڼي په حواله چي دغه ترافيکي پېښه د موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځ ته سوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights