د پنجشير ولايت د ط..البانو وياند سيف الدين لټون د سې شنبې په ورځ رسنيو ته ويلي، چي د پنجشير ولايت ۲۸۰۷ قيراطه زمرود ئې د ازادي داوطلبۍ دلاري پر کورنیو سوداګرو خرڅ کړي دي.
د هغه په خبره چي دغه زمرد ئې د یو میلیون او ۹۲۸زره ۸۳۶ افغانیو په بدل کي پر یادو سوداګرو خرڅ کړي دي.
باید وويل سي چي د ط..البانو د بیا واکمنۍ سره سم دغي ډلي د افغانستان د کانونو ايستل چټک کړي دي. يو شمېر پوهان وايي چي د افغانستان کانونه په دومره چټکۍ سره استخراجول به راتلونکی نسل تش لاس پرېږدي او ګټه به ئې اوس مهال يوازي محدودو کسانو ته ورسېږي.
