شرق الاوسط کي د عبدالرحمن الراشد لیکنه
د شام نوی اولسمشر احمد الشرع د نړېوالو څارونکو او شنونکو پام ځان ته راواړاوه. دا یو داسي شخصیت دی چي تعریف یې د هر چا له نظره بدل دئ، ځیني یې یو اسلامپال ګڼي، ځیني د اخوانالمسلمین غړی، نور بیا وايي د داعش او حتی د اسراییلو سره اړیکو ته لیواله دی، او ځیني یې یو موډرن، لویدیځپلوه او ترکې تمایل لرونکی سړی بولي.
کله چي بشارالاسد له هېواده وتښتېد، یوه ورځ وروسته احمد الشرع د دمشق په ماڼۍ کي را څرګند سو. په لومړیو کي داسي انګېرل کېده چي دا د «سوريې امارت» مشر دی، او ښایي دا د یوې نوي جګړې پیل وي. خو اوسني دمشق ته که وکتل سي، نو دا نه د اسد د واکمنۍ پخوانی دمشق دی، او نه هم د ادلب د جګړې حالت.
احمد الشرع په یوه میاشت کي دوهم ځل امریکا ته سفر وکړ. لومړی ځل یې د ملګرو ملتونو عمومي غونډي ته او دا ځل د ډونلډ ټرمپ په رسمي بلنه ولاړ. له هغې لیدني وروسته چي څو میاشتي مخکي په ریاض کي د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان په کوربهتوب سوې وه، الشرع د سیاست په ډګر کي اوږد سفر کړی.
په دې موده کي هغه د ګڼو ازمیښتونو سره مخ سو — د لږکیو بغاوتونه، د پوځ د ځینو واحدونو سرغړونه، د لبنان او شام پر پوله نښتي او د وسلوالو ډلو نفوذ او نور…
په همدې وخت کي د ایران ګواښونه او د اسراییلو هوايي بریدونه زیات سول، چي د اسد دورې پاته نظامي تاسیسات یې له منځه یوړل.
په بهرني سیاست کي الشرع هڅه کړې چي د سیمې له لانجو ځان لرې وساتي، که دا د خلیج شخړې وي، که د غزې یا لبنان مسلې او نوري. د هغه د ماسکو سفر ځانګړی اهمیت درلود، ځکه دا نیمي پېړۍ وروسته لومړی ځل و چي د شوروي پخواني متحد هېواد ته د شام یو مشر ولاړ. هلته د لومړي ځل لپاره له ۸ دسمبر ۲۰۲۴ وروسته، دواړه – بشارالاسد او احمدالشرع – په یوه ښار کي وو، خو د دوو بیلابیلو نړۍو استازي.
اوسنی دمشق یو بل واقعګرا او متحرک ښار دئ. د اسد د دورې د عناد او سياسي فشارونو برعکس. پخواني اولسمشر حتی له ترک اولسمشر رجب طیب اردوغان سره له لیدو هم انکار کړی و او ویل یې: «که له اردوغان سره وګورم، څه به بدل سي؟»
احمد الشرع د خپلو لیدنو، په ځانګړي ډول د ماسکو سفر، له لاري وښوده چي هغه یو متوازن مشر دی چي نه زړه دښمنۍ تکراروي، نه له اختلافاتو ځان بندوي. د هغه په اړه ډېر انګېرني بدلي سوي دي. خو دا هم رښتیا ده چي په داسي هېواد کي چي د دوست او دښمن تر منځ کرښه نرۍ ده، ټول پرې یو نظر نه لري.
احمد الشرع اوس د یو نظرياتي اسلامپال پر ځای د یو سوریایي ملتپال په توګه پېژندل کېږي. هغه غواړي له ۲۰۱۱ را وروسته ټوټه سوی هېواد یو موټی کړي، د دولت واک پر ټوله خاوره وغځوي، نړیوال بندیزونه پای ته ورسوي، زاړه قانوني جوړښتونه اصلاح کړي او د میلیونونو مهاجرو د ستنېدو زمینه برابره کړي.
د الشرع د بهرنۍ تګلاري یو مهم ځانګړتیا دا ده چي هغه د سیمي د هېوادونو پام ځان ته اړولی. اوس ډېری هېوادونه د “نوي شام” پر واقعیت او اهمیت باور پیدا کوي.
د ۲۹ مې ۲۰۲۵ عکس کي لیدل کېږي چي الشرع د امریکا د ځانګړي استازي تومس بارک هرکلی کوي. دا د شام رسمي اژانس خپور کړی و — نښه دا چي د واشنګټن او دمشق اړیکې په نوې بڼه راژوندۍ کېږي.
د ډېرو شنونکو په باور، د اسد رژیم نسکورېدل د حزبالله د له منځه وړلو نه ډېر مهم کار و. ځکه که هغه رژیم پاته وای، حزبالله به بیا د ایران د یو نیابتي ځواک په توګه راژوندی سوې وای. خو د الشرع په واکمنۍ کي دا کار نږدې ناشونی سو — ځکه چي د ایران سره اړیکي پرې سوې او د هغه د نفوذ لاري وتړل سوې.
تر ټولو پېچلی بحث د اسراییلو سره د اړیکو دی. احمد الشرع کوښښ وکړ چي دا اړیکي په روڼوالي او عملي ډول تنظیم کړي – د ایران یا نورو د ګټو پر ځای د شام د ملي ګټو پر بنسټ. همدا تګلاره د هغه مخالفینو ته د تبلیغ فرصت ور نه کړ. د اسراییلو سره نېغ په نېغه خبري وسوې او د دې تفصیل د خلکو مخ ته اعلانیږي.
د اسد د پلار او زوی په زمانه کي هم د اسراییلو سره پټي اړیکي موجودي وې، خو توپیر دا و چي پخواني رژیم یو خطرناک دوهمخیز سیاست چلاوه یعني له یوې خوا یې د اسراییلو سرحدونه خوندي ساتل، او له بلي خوا یې د ایران سره د اسراییلو پر ضد همکاري کوله. بالاخره دا لوبه ختمه سوه او یو ځواکمن ګاونډي د دمشق رژیم نسکور کړ.
البته، د شام نوي مشرتابه لا هم د ګڼو خنډونو سره مخ دي. همدا د واشنګټن دا سفر ډېر مهم کوي، ځکه دا د اسراییلو سره د اړیکو په اداره او د شام د مختلفو ډلو تر منځ د باور جوړولو لپاره بنسټیز ګام ګڼل کېږي.
په پای کي د نوي حکومت یوه ستره دنده دا ده چي هغه وسلهوالي ډلي له منځه یوسي چي د دمشق له رسمي سیاست سره نهسازګاره خپل محلي یا سیمهییز اجنډا تعقیبوي.
یادونه: دا مقاله په اصل کي د “الشرق الاوسط” ورځپاڼه کي خپره سوې ده.
په دې لیکنه کي څرګند سوي نظرونه د “څراغ ميډيا” د دریځ استازولي نه کوي.
