د چټک قضاوت فرهنگ: پر ټولنیزو اړیکو او تصمیم‌نېونې يې اغیز

لیکوال: عبدالوافي نایب‌زی

انسان د طبیعت له مخې هم د چټک قضاوت کولو تمایل لري. زموږ دماغ د محدودو معلوماتو پر اساس سملاسي پرېکړې کولو لپاره جوړ شوی‌دی، چې په ابتدايي توگه د خطرونو پیژندلو او ځان ژغورنې لپاره گټور وو. د دې چلند سره-سره، رواني، ټولنیز او کلتوري عوامل هم دخیل دي، لکه د تجربو پر بنسټ جوړ شوي سټریوتایپونه، د ټولنیزو معیارونو اغیز، او د نورو خلکو نظر ته ارزښت ورکول. د دې پایله دا ده چې انسانان پرته له ژور تحلیل څخه د نورو په اړه قضاوت کوي، چې د «ټولنیزو اړیکو کیفیت او تصمیم نیونې» بهیر اغیزمنوي. (۱۹۹۸، فېسکي)

د چټک قضاوت فرهنگ یوازې د فردي ذهن پورې محدود نه‌دی، بلکې په ټولنیزو اړیکو، کاري چاپیریال او ټولنیزو رسنیو کې هم ژور اغیز لري. کله چې خلک د نورو په چارو کې بې‌ځایه مداخله وکړي یا ژر نظر ورکړي، دا نه یوازې د اعتماد کچه په ټولنه کې راټیټوي، بلکې د تصمیم‌نېونې کیفیت هم راټيټوي. څیړنې ښيي چې ټولنیز فشار، رقابتونه، او د نورو د نظرونه په پټو سترگو تعقیبول د دې چلند عمده عوامل دي، چې په پایله کې د ناسم فهم او شخړو لامل هم گرځېدای شي. (۲۰۰۱، سیالډیني)
***********

د چټک قضاوت ارواپوهنيز علتونه:
د چټک قضاوت تر شا رواني علتونه ډېر مهم دي. د شناختي یا ذهني تعصباتو یا Cognitive Biases اغیز په دې پروسه کې مهم رول لري. ذهني تعصبات هغه رواني تېروتنې دي چې زموږ په فکر او پرېکړو کې راځي او موږ ته د حقایقو پر ځای نيمگړې یا غلطه انگېرنه راکوي. د بېلگې په توگه، د یو انسان د یوې مثبتې ځانگړتیا له مخې د هغه ټول شخصیت مثبت گڼو چې دې چارې ته په ارواپوهنه کې Halo Effect هم وايي. یا هم تاییدي تعصب یا Confirmation Bias هم د بحث وړ دی، دا په‌دې مانا چې موږ هغه څه منو چې یوازې او یوازې زموږ له پخوانیو باورونو او عقایدو سره جوړ وي. هم‌دارنگه د زموږ د چټک قضاوت کولو یو بل رواني شاخص یا عامل ښايي د Availability Heuristic یا په‌لاس کې د شته معلوماتو پر اساس انگېرنې اوسي، چې عموماً موږ د هغه څه په اړه چټک قضاوت کوو چې ذهن ته مو په اسانه او ژر ښکارېږي. (۲۰۱۱، کهنېمن).
***********

ټولنیز او کلتوري عوامل:
چټک قضاوت کول یوازې د ذهني یا ارواپوهنیزو پروسو پایله نه‌ده، بلکې ټولنیز او کلتوري فشارونه هم خپل اغیز لري. ټولنیز فشار، د نورو نظرونو ته ارزښت ورکول، او د چاپېریال توقعات د انسان پر تصمیمونو ژور اغېز لزي. هم‌دارنگه، کلتوري توپیرونه هم زموږ د چټک قضاوت څرنگوالی بدلولای شي؛ په فردي کلتورونو کې خلک ډېری وخت خپلو شته حقایقو او تجربو ته لومړیتوب ورکوي، خو په ټولنیزو کلتورونو کې د ډلې او نورو نظر ډېر اهمیت وړ وي. د ټولنیزو رسنیو زیاتوالی هم د چټک قضاوت فرهنگ ته وده ورکړې‌ده؛ د ټولنیزو رسنیو وتلي پلټفارمونه لکه فیس‌بوک، انسټاگرام او ټیک‌ټاک د لنډو او سطحی معلوماتو پر بنسټ خلکو ته د چټک قضاوت زمینه برابروي. (۲۰۰۱، سیالډیني).
***********

د چټک قضاوت ټولنیزې او مسلکي اغېزې:
د «چټک قضاوت فرهنگ» د ټولنیزو اړیکو او مسلکي ژوند په کیفیت ژور اغیز لري. په کاري چاپیریال کې، بې‌ځایه قضاوت او د نورو په چارو کې مداخله د باور کچه کموي، د همکارۍ پروسه گډوډوي، او ځینې وخت حتا د شخړو او ناسم فهم سبب گرځي. د تصمیم‌نیونې کیفیت هم کله-کله د معلوماتو د نشتوالي یا ناسمو قضاوتونو له امله ټیټیږي. په ټولیزه توگه، د چټک قضاوت فرهنگ د ټولنیزو اړیکو د خرابیدو او د کاري چاپیریال د ناورین یوه مهمه سرچینه ده. (۲۰۰۵، گلډوېل).
***********

د مخنیوي او کنټرول لارې:
د چټک قضاوت د اغیزو کمولو لپاره څو عملي لارې شته. لومړی، شعوري تمرین او ځان پوهنه (Mindfulness & Self-reflection) مرسته کوي چې د لومړي احساس پر اساس تصمیم ونه نیول شي، «شعوري تمرین او ځان‌پوهنه» په‌دې مانا هرې موضوع ته پوره پام وکړو، ځای او حالات درک کړو او خپل فکرونه، احساسات او کړنې په‌داسې ډول وڅېړو او تر غور لاندې ونېسو، چې د ناسمو پرېکړو سبب نه‌شي. دوهم، د ټولنیز پوهاوي پراختیا (Social Awareness) انسان ته د نورو د نظر او حالت درک کې مرسته کوي یانې په لنډ ډول، دا د نورو خلکو د فکرونو او احساساتو په پوهېدو او درناوي کې مهارت لرل دی. درېیم، د ښوونې او روزنې لارې، چې تحلیل پر بنسټ تصمیم نیونې ته لومړیتوب ورکړو، د چټک قضاوت فرهنگ کم کړو. په دې توگه، فرد او ټولنه دواړه د ناسم قضاوتونو او شخړو مخه نیولی شي. (۱۹۸۰ز، نېسبېټ او روز)
***********

پایله او سپارښتنې:
د چټک قضاوت فرهنگ د انساني طبیعت یوه مهمه برخه ده، خو د ټولنیزو اړیکو او تصمیم نیولو پر کیفیت ژور اغیز لري. رواني، ټولنیز، او کلتوري عوامل ټول د دې چلند په رامنځ‌ته کولو کې دخیل دي. د شعوري تمرین، ټولنیز پوهاوي، او تحلیل پر بنسټ تصمیم نیولو له لارې د دې فرهنگ د کنټرول او اغیز کمولو لپاره مهمې دي. زموږ او ستاسې علمي څېړنې باید د «چټک قضاوت» د کمولو عملي لارې او د ټولنیزو رسنیو اغیزو په اړه تمرکز وکړي، ترڅو د باور او همکارۍ چاپیریال ته وده ورکړل شي.
***********

اخیستنې او منابع:
• Fiske, S. T. (1998). Stereotyping, prejudice, and discrimination. In D. T. Gilbert, S. T. Fiske, & G. Lindzey (Eds.), The handbook of social psychology (4th ed., Vol. 2, pp. 357–411). McGraw-Hill.

• Cialdini, R. B. (2001). Influence: Science and practice. Allyn & Bacon.

• Kahneman, D. (2011). Thinking, fast and slow. Farrar, Straus and Giroux.

• Gladwell, M. (2005). Blink: The power of thinking without thinking. Little, Brown and Company.

• Nisbett, R. E., & Ross, L. (1980). Human inference: Strategies and shortcomings of social judgment. Prentice-Hall. 

See less

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Verified by MonsterInsights