د اسلامي همکاريو سازمان، په افغانستان کي د سرپرست حکومت څخه وغوښتل چي د ښځو د زده‌ کړو او کار په اړه پر خپلو پرېکړو له سره غور وکړي

د دې سازمان مرستیال طارق علي بخیت د کامرون په پلازمېنه یاوندي کي د دې سازمان…

د راپورونو له ‌مخي جرمني د جمعې په ورځ  یو شمېر افغانان په یوه الوتکه کي افغانستان ته ډیپورټ کړي دي

دا د ۲۰۲۱ کال په دوبي کي پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسي لومړی…

د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت وایي، د افغانستان لپاره د ملګروملتونو له مرستندویه ماموریت یوناما سره همکاري نه ‌کوي او هغه د دښمن یو لوری بولي

د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له‌ مخي دا وزارت د یوناما په وړاندي دغه…

د اوکراین پوځ وايي، یوه ايف۱۶ جنګي الوتکه يې، چي د روسیې له یرغل سره د مبارزې لپاره خپلو لوېدیځو شریکانو ورکړې وه، لوېدلې او پیلوټ یې مړ سوی دی

د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس د راپور له ‌مخي، د اوکراین پوځ پرون (پنج‌شنبې) په یوه…

د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ د څار اداره وايي، ایران خپل د غني سویو یورانیمو ذخیرې د نړیوالي تقاضا خلاف تقریباً تر تسلیحاتي درجې زیاتي کړي دي

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د څار ادارې پرون په یوه محرم راپور کي چي…

د خیبر پښتونخوا ایالت د دیر په پاتراک سیمه کي د غره ښوېدو له امله د یوې کورنۍ ۱۲ کسان مړه سوي دي

د دې ایالت د ژغورني ادارې د جمعې په ورځ ویلي، دا پېښه پرون شپه په…

د څراغ تلویزیون څخه د ۱۴۰۳ لمریز کال د وږي یا سنبلې د میاشتي د ۸مي نېټې خبري مجله

ذکیه خدادادي خپلي کیوبايي سیالي ته ماته ورکړه

دغي افغان لوبغاړي چي د کډوالو د نړیوالي کمېټې غړې ده، د پنجشنبې په ورځ وتوانېده…

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د فوټسال کمېټې اعلان کړی چي د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د کانټیننټال په سیالیو کي د ګډون په موخه تایلنډ ته روانه سوه

د کانټینینټال فوټسال سیالۍ به د وږي له ١٠مي څخه تر وږي ١٦مي پوري د تایلنډ…

پر اوکراین د روسیې په پرونیو هوایي او توغندیزو بریدونو کي لږترلږه نهه کسان وژل سوي دي

زیاته مرګ‌ ژوبله د اوکراین په دونیتڅک سیمه کي رامنځته سوې، دا هغه سیمه ده چي…