د خبریالانو د خوندیټوب نړیوالي ټولني CPJ د افغانستان په کورنیو رسنیو کي د حکومت له خوا د سیاسي او اقتصادي پروګرامونو پر خپرونو بندیز یو ځپونکی اقدام بللی دی.
ځینو سرچینو ویلی، چارواکو امر کړی چي سیاسي خپروني دي له دې وروسته د رسنیو له لاري نه خپرېږي.
CPJ پرون په یوه بیان کي د ځینو سیمه ایزو خبریالانو له قوله وویل، چي د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو مسوولینو ته په شفاهي پیغام کي لارښوونه کړې ده چي سیاسي او اقتصادي موضوعات دي یوازي د حکومتي ویاندویانو سره د خبرو له لاري مطرح کوي.
د CPJ په بیان کي د آسیا د برخي د همږغي کوونکي بېه لیه یې له قوله راغلي دي چي نوموړې وايي، د طـ.البانو دا اقدام د سیاسي او اقتصادي موضوعاتو په اړه د راپورونو او بحثونو د سانسور لپاره یوه بله ځپونکې هڅه ده.
دې زیاته کړې چي دا اقدام په افغانستان کي د خپلواکو رسنیو د له منځه وړلو لپاره د طـ.البانو د جدي هڅو څرګندونه کوي.
چارواکو تر اوسه په رسمي توګه د دې موضوع په اړه څه نه دي ویلي.