د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) وايي چي د افغانستان سره د مرستي د درېدو له امله په دغه هېواد کي له ۶۵۰ زرو څخه زیاتې مېندي او کوچنيان د تغذيې د حياتي مرستو څخه بې برخې سوي دي او اوس د لوږي سره لاس او ګريوان دي.
د خوړونو نړۍوال پروګرام په حواله که چيري نړۍوال له افغانستان سره په ورته برخو کي مرسته ونه کړي، دغه هېواد به نور هم په یاده برخه کي د جدي ګواښ سره مخ سي. هغوی له نړۍوالو غوښتي چي د افغانستان پر بې وزلو خلګو دي مرستې نه دروي.