ابراهيم الکوزی:ط.البان یوازي پر ښځو پهلوانان دي
د مخکني ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار محمد ابراهيم الکوزي ویلي چي ملا هب.ت الله او ط.البان یوازي پر ښځو او مظلومو افغانانو پهلوانان دي،نور د پاکستان په مقابل کي نه څه ویلای سي او نه څه کولای سي.
هغه زیاته کړې چي ط.البان د ښځو مکتبونه او پوهنتونونه بندوي،افغانان وژني، وحشت جوړوي،او د افغانستان په عزت او ابرو لوبي کوي.
د هغه په خبره چي د جمهوري نظام پر وخت هم دغه ط.البانو د نظام پښې وهلې، خلګ یې د درواغو په فتواو خطا ایستل،پر جمهوریت یې د کفر ټاپې لګولې، او جمهوريت یې په داخلي جنګ کي مصروف کړی و، نو ځکه د جمهوریت چارواکو د پاکستان مقابل کي ځوابیه حملې ته امادګي نه درلودل.
هغه ویلي چي ط.البانو ته د جمهوریت ټولي وسلې او امکانات ورپاته دي،داخلي جنګ کي هم شکېل نه دي،خو بیا هم پاکستان ته تر سترګو پورته نه سي کتلای.