اروپايي اتحادیې د راډیو د نړۍوالي ورځي په مناسبت ویلي

اروپايي اتحادیې د راډیو د نړۍوالي ورځي په مناسبت ویلي، چي راډیو په افغانستان کي د معلوماتو رسولو او زده‌کړو له مهمو وسیلو څخه ده او کولای سي پیغامونه تر لېرو پرتو ښارونو او کلیو ورسوي.
دې اتحادیې د جمعې په ورځ، د دلوي ۲۴مه، پر خپلي اېکس پاڼي لیکلي، چي راډیو هغو سیمو ته رسېږي، چي نوري رسنۍ نه سي رسېدای. د يادي اتحادیې په وینا، راډیو په ځانګړي ډول د افغان ښځو او انجونو له پاره د معلوماتو او زده‌کړو په برخه کي ډېر اهمیت لري.
دغه سازمان ټینګار کړی، چي په افغانستان کي له خپلواکو، معلوماتي او ښوونیزو رسنیو ملاتړ کوي او هڅه کوي، څو خلګو ته د باوري او ګټورو معلوماتو د لاسرسي زمینه برابره کړي.