اروپايي رسنیو راپور ورکړی چي ط..البان هڅه کوي له جرمني وروسته د اروپايي ټولني له نورو هیوادونو سره هم ډیپلوماټیک حضور پراخ کړي.
ویل کېږي، ط..البانو اروپايي چارواکو ته وړاندیز کړی چي که د دوی استازو ته په سفارتونو کي د فعالیت اجازه ورکړل سي، نو دوی به د هغو افغان کډوالو د بېرته ستنولو په برخه کي مرسته وکړي، چي له اروپا ایستل کېږي.
د جرمني «این ډي ار» شبکې د معلوماتو له مخي، ټاکل سوې په بروکسل کي په راتلونکو خبرو اترو کي د ط..البانو د استازو د منلو موضوع د بحث له مهمو برخو څخه وي. ط..البانو هیله ښودلې چي د جرمني په څېر نور اروپايي هیوادونه هم د افغانستان په سفارتونو کي د دوی استازي ومني.
ځینو افغان ډېپلوماټانو یادي رسنۍ ته ویلي، هغه اروپايي هیوادونه چي د افغان کډوالو د بېرته لېږد په برخه کي د ط..البانو همکاري غواړي، ښايي اړ سي د ط..البانو استازو ته رسمي ځای ورکړي.
بل لور ته، د ط..البانو مخالفین اندېښنه لري، چي دا بهیر ممکن په اروپا کي د افغانستان پر سفارتونو د ط..البانو نفوذ او کنټرول نور هم زیات کړي.