اروپايي ټولنه خبرداری ورکوي، چي په افغانستان کي د خوارځواکۍ بحران مخ په پراخېدو دئ او اټکل کېږي، چي په ۲۰۲۶ کال کي به ۳.۷ میلیونه ماشومان له جدي خوارځواکۍ سره مخ وي، چي له ډلي ئې سلګونه زره د سختي خوارځواکۍ له امله له جدي روغتیايي ګواښ سره مخ دي.
د اروپايي ټولني دي د بشري مرستو د ادارې په وینا، د مرستندویه بنسټونو د مالي بوديجې کمښت د خوارځواکو ماشومانو د درملني بهیر له ستونزو سره مخ کړی دئ.
د همدې ستونزي له امله د تغذیې ځیني روغتیايي مرکزونه تړل سوي او یو شمېر نورو خپل خدمات محدود کړي دي.
دغه اداره زیاتوي، چي د پاکو څښاک اوبو نشتوالی او د نس ناستي ناروغۍ هم د ماشومانو روغتیايي وضعیت خرابوي او د خوارځواکۍ خطر زیاتوي.
اروپايي ټولنه ټینګار کوي، چي د خوارځواکو ماشومانو د پېژندني او درملني له پاره روغتیايي خدمتونو ته اړتیا زیاته ده؛ خو د مالي مرستو کمښت د دې خدمتونو د دوام پر وړاندي جدي خنډ جوړ سوی دئ.