اروپايي ټولني خبرداری ورکړی چي په افغانستان کي د میندو روغتیايي وضعیت په نازک حالت

اروپايي ټولني خبرداری ورکړی چي په افغانستان کي د میندو روغتیايي وضعیت په نازک حالت کي دئ.
د دې ټولني د بشري مرستو دفتر د اسیا ـ ارام سمندر څانګي ویلي، د ښځو پر طبي زده‌کړو محدودیتونو او روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسي د میندو او نوو زېږېدلو ماشومانو ستونزي لا زیاتي کړي دي.
د یاد دفتر په خبرپاڼه کي راغلي چي اروپايي ټولنه په افغانستان کي د میندو او نوو زېږېدلو ماشومانو د ژوند ژغورونکو روغتیايي خدمتونو ملاتړ ته دوام ورکوي او د اړینو بشري مرستو د برابرولو ژمنه ئې کړې ده.