د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي دي، چي اروپايي ټولني د افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کي د څلور ميليونه يورو مرسته کړې.
په دغه خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه بشري مرستي به په افغانستان کي په بېلابېلو برخو کي اړمنو خلګو ته ورسوي.
په خبرپاڼي کي ويل سوي، چي لېرو پرتو سيمو ته به د ملګرو ملتونو د بشري مرستو الوتني هم پيل سي، چي په مرسته به ئې هغه سيمو ته هم بشري مرستي ورسېږي، چي لېري پرتې دي او مخکي ورته د بشري مرستو د ملاتړ ادارو لاس رسی کم و.