اروپايي ټولني په خاکرېز ولسوالۍ کي يو د اوبو بند جوړ کړی

د اروپايي ټولني په مالي ملاتړ او د سیمه‌ییزو ادارو په همکارۍ، د کندهار ولایت په خاکرېز ولسوالۍ کي یو د اوبو بند جوړ او ګټي اخیستني ته وسپارل سو.
د اوبو دا بند د ۱۳۱ زره متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري او تمه ده چي د سیمي سلګونه کورنیو ژوند به ورسره هوسا او د اوبو ستونزه به ئې حل سي.
د يادي پروژې مسؤلینو ویلي، چي د دغه بند د جوړېدو سره به د خاکرېز ولسوالۍ شاوخوا په ۱۲ کلیو کي ۲۵۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکي اوبه برابري سي.
په ورته وخت کي د يادي پروژې د عملي کولو مسؤلين وايي، چي دا پروژه د اوبو د مدیریت، د کلیوالو خلګو د ژوند ښه‌والي او د چاپېریال ساتني له پاره یو مهم ګام دئ.