د ط..البانو مخالفه د افغانستان د ازادۍ جبهه ادعا کوي، چي د کندز ولایت په مرکز کي ئې د ط..البانو پر یوه قرارګاه برید کړی او د ط..البانو یو جګپوړی غړی ئې وژلی او بل ئې ټپي کړی دئ.
دغي جبهې د دوشنبې په ورځ (۲۱ میزان) په یوه خبرپاڼه کي ویلي، چي برید ئې د یکشنبې په شپه د کندز ښار د دوهمي امنیتي حوزې په سیمه کي ترسره کړی دئ.
د ازادۍ جبهې د دې برید جزئیات نهدي خپاره کړي، خو ویلي ئې دي چي د ط..البانو پر ضد به خپل بریدونو ته دوام ورکړي.
یادي جبهې درې ورځي وړاندي هم اعلان کړی و، چي په کابل ښار کې ئې د ط..البانو دوه غړي وژلي دي.
بايد وويل سي، چي ط..البانو د ازادۍ جبهې د دغي ادعا په اړه تر اوسه پوري څه نه دي ويلي