ازبکستان د افغانستان رول د امو سیند د اوبو په مدیریت کي مهم بولي

د منځنۍ اسیا د هیوادونو د مشرانو په وروستۍ غونډه کي، د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف غوښتنه کړې چي ط..البان باید د امو سیند پر اوبو د ګډ مدیریت بحثونو کي فعاله ونډه ولري.
دا ناسته چي د سیمي د امنیت، اقتصادي پراختیا او ترانزیټي همکاریو پر مسایلو متمرکزه وه، د تاشکند په ښار کي د شپږو ګاونډیو هیوادونو مشرانو په ګډون جوړه سوې وه.
میرضیایف ويلي چي د افغانستان راتلونکی د ټولي سیمې د ثبات او پرمختګ له پاره مهم دئ او باید دا هيواد د سیمه‌ییزو پروژو، په ځانګړي ډول د اوبو مدیریت او انرژۍ برخو کي شامل سي.
نوموړي زیاته کړې چي د ط..البانو حکومت باید د امو سیند د اوبو د کاروني په برخه کي له نورو ګاونډیانو سره همغږي ولري، څو د اوبو پر سر شخړې رامنځ ته نه سي.
دا څرګندوني په داسي حال کي مطرح کېږي چي د افغانستان د قوش‌تېپه کانال پراخي پروژې د سیمي د اوبو وېش ته اندېښني زیاتي کړي دي او د منځنۍ اسیا ځیني هېوادونه د اوبو پر سر د اختلافاتو د رامنځ ته کېدو خبرداری ورکوي.