ازبکستاني رسنیو راپور ورکړی، چي د دغه هیواد امنیتي ځواکونو یو بېپیلوټه الوتکه نیولې، چي د افغانستان څخه ئې شاوخوا دوه کیلو او ۳۲ ګرامه تریاک لېږدول.
د راپورونو له مخي، دغه الوتکه د ازبکستان د سرخاندریا سیمي پر لور روانه وه؛ خو د دولتي امنیت، سرحدي ځواکونو او کورنیو چارو ادارې په ګډو عملیاتو کي پېژندل سوې او نيول سوې ده.
بلخوا ازبکستاني چارواکي وایي، د دې قضیې په تړاو ئې جنایي دوسیه ثبت کړې او د ډرون د لېږلو د ځای، د نشهيي توکو د ترلاسه کوونکي او نورو احتمالي ښکېلو کسانو د پېژندلو له پاره پلټني رواني دي.
دا په داسي حال کي ده چي ط..البان تل ادعا کوي، چي په افغانستان کي ئې د نشهيي توکو د کر، تولید او قاچاق پر ضد مبارزه پیاوړې کړې ده.