استرالیا د خپلو بندیزونو په قوانینو کي بدلون راوستلی او ویلي ئې دي چي امکان لري ط..البان له نوو بندیزونو سره مخ سي.
د استرالیا حکومت وايي، دا اصلاحات به دا اسانتیا برابره کړي چي د بشري حقونو ناقضینو پر ضد جدي اقدامات وسي او د حساب ورکولو بهیر پیاوړی سي.
له بلې خوا، د بشري حقونو د څار بنسټ دغه اصلاحات یو مهم ګام بللی دئ او ویلي ئې دي چي دا به د ط..البانو او نورو ناقضینو پر وړاندي د حساب ورکولو زمینه برابره کړي. په نوو مقرراتو کي استرالیا ته دا صلاحیت ورکړل سوی چي د افغانستان پر هغو اشخاصو او ادارو ځانګړي بندیزونه او د سفر محدودیتونه ولګوي چي د ښځو، نجونو او لږکیو په ځپلو کي لاس لري، مسئول دي یا مرسته ورسره کوي.