اسرائيل پر غزه د نوي بريد چمتوالی نيسي

د اسرائیلو له خوا د غزې پولي ته د پوځ او پوځي تجهیزاتو د پراخي راټولېدو د سپوږمکۍ د انځورونو تر خپرېدو وروسته، امریکایي سرچینو د پنجشنبې په ماښام خبر ورکړی چي ښايي په نژدې راتلونکي کي اسرائیل پر غزه نوی ځمکنی برید وکړي.
د «ان‌بی‌سی» راپور له مخي، باخبره چارواکي وایي دغه خوځښتونه ښايي د پوځي عملیاتو له پاره د چمتووالي نښه یا د سیاسي فشار وسیله وي.
د احتمالي عملیاتو د موخي څخه د نيول سوو اسرائیلو خوشي کول او د بشري مرستو پراخول یاد سوي دي.
پر همدې مهال، د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ د غزې د انساني وضعیت په اړه ترینګلتیا ډېره سوې ده. ټرمپ د نتانیاهو هغه څرګندوني چي قحطي ئې رد کړې، کلکه غندنه کړې ده.
ټرمپ په یوه ټیلفوني تماس کي، د وږو ماشومانو پر انځورونو استناد سره، په غزه کي د واقعي قحطۍ ټینګار کړی او د اسرائیلو مشرانو ادعاوي ئې رد کړي دي.
د دې اختلاف له امله، د امریکا ځانګړی استازی ستیف ویتکاف اسرائيلو ته تللی، څو له اسرائیلي چارواکو او د یرغمل سوو کسانو له کورنیو سره خبري وکړي او د جګړې د ګډ مسیر په اړه پرېکړه وکړي. اسرائیل د دې سفر هرکلی کړی .
د «غزې د مرستو صندوق» چي د امریکا او اسرائیلو تر ملاتړ لاندي دئ، د مرستو د وېش محدودو ځایونو او پر وږو خلګو د ډزو له امله د ملګرو ملتونو او عامه افکارو له سخت انتقاد سره مخ دئ.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، تر جولای میاشتې پوري له ۱۰۰۰ زیات فلسطینیان د خوراکي مرستو د ترلاسه کولو پر مهال وژل سوي دي.
نتانیاهو د پنجشنبې په ورځ ويلي، چي د غزې دایمي اشغال نه غواړي، خو غواړي یو «خوندي چاپېریال» رامنځ ته کړي او «حماس» بشپړه له سیمي څخه لېري کړي.
په مقابل کي ټرمپ هم د غزې د اشغال په اړه روښانه دریځ نه لري، یوازي هغه خلګو ته د خوراکي توکو د رسولو پر لومړیتوب ټینګار کړی دئ.
د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د ناستي د رانژدې کېدو سره، لوېدیځ هیوادونو لکه بریتانیا، فرانسې او کاناډا د فلسطین د دولت د پېژندلو احتمال مطرح کړی.