اسرائيلو د تهران په مهراباد هوايي ډګر باندي بريد کړی

د فرانسي خبري اژانس خبر ورکړی، چي د شنبې په ورځ سهار وختي د اسرائیلو له خوا د ايران د مرکز د تهران پر مهراباد هوايي ډګر باندي اسرائیلو بريد کړی دئ او د بريد سره سم په ياد هوايي ډګر کښي اور هم لګېدلی دئ.
په ورته وخت کښي د ايران دولتي رسنيو هم ويلي، چي د مهراباد په سيمه کښي تراوسه پوري د پنځو چاودنو ږغونه اورېدل سوي دي او په ياد هوايي ډګر کښي اور هم لګېدلی دئ.