د جمعې په ورځ سهار وختي د اسرائیلو هوايي ځواکونو پر ایران یو لړ هوايي بریدونه ترسره کړي، چي په ترڅ کښي ئې د تهران د ځينو سیمو نظامي او احتمالي اټومي تاسیسات په نښه سوي دي. دغو بريدونو د ایران او اسرائیلو ترمنځ د کړکېچ نوی پړاو پیل کړی دئ.
د ایراني رسنیو او عیني شاهدانو د راپورونو له مخي، د تهران په لوېدیځو او ختیځو برخو کښي په ځانګړې توګه د نوبنیاد او ستارخان سیمو کښي د بریدونو له امله غټي چاودني او اورلګېدني هم رامنځ ته سوي دي.
د تهران په شهرک محلاتي سیمه کښي چیري چي د ایران د سپاه پاسداران لوړپوړي افسران اوسېږي، ګڼ شمېر کورونه او ودانۍ ویجاړي سوي دي. د نطنز په اټومي تاسیساتو کښي هم د انفجارونو راپورونه ورکړل سوي، چي د ایران د اټومي پروګرام له پاره مهم مرکز ګڼل کېږي.
د اسرائیلي چارواکو ویلي چي دا بریدونه ئې د ایران د وروستیو نظامي فعالیتونو او د اټومي پروګرام د پراختیا په ځواب کښي ترسره سوي دي. د اسرائیلو د دفاع وزیر اعلان کړی، چي دغه هیواد د ایران د احتمالي غچ اخیستني له امله “ځانګړي اضطراري حالت” اعلان کړی او د راتلونکو ورځو له پاره ئې نظامي چمتووالی نیولی دئ.
ایران د سپاه پاسداران عمومي قوماندان حسين سلامي او د ايران نور مهم نظامي کسان په دې بریدونو کښي وژل سوي دي. ایراني چارواکو تر اوسه د بریدونو د زیانونو په اړه بشپړ جزئیات نه دي خپاره کړي، خو ویلي ئې دي چي د دوی هوايي دفاعي سیستم فعال سوی او یو شمېر اسرائیلي توغندي ئې خنثی کړي دي.