د افغانستان د سامبو کورش فدراسيون د چهارشنبې په ورځ ويلي، چي د افغانستان د سامبو کورش ملي لوبغاړي اسماعيل کاکړ په فرانسه کي د سامبو کورش په نړۍوالو سياليو کي د نقرې مډال ګټلی او اتلولي ئې افغانستان ته راوړې ده.
د ياد فدراسيون څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي د سامبو کورش په نړۍوالو سياليو کي افغان لوبغاړي اسماعيل کاکړ د کانګو، فرانسې او تاجکستان هيوادونو لوبغاړو ته ماته ورکړې او دغه اتلولي ئې د افغانستان په نامه کړې ده.
بايد وويل سي چي د سامبو کورش نړۍوالي سیالۍ د فرانسې په کوربتوب د ۲۵ هيوادونو د ورزشکارانو په ګډون په پاریس کي ترسره سوې.