د ايران د کورنيو چارو وزير اسکندر مومني ويلي، چي د ايران له خوا د افغان کډوالو د ايستلو د لړۍ د پيل څخه تر اوسه پوري يوميليون افغان کډوال د ايران څخه شړل سوي او افغانستان ته تللي دي.
د هغه په خبره چي په ايران کي شپږ ميليونه افغان کډوال اوسېږي،چي له ډلي ئې دوه ميليونه نور غير قانوني افغان کډوال بايد د ايران څخه وايستل سي.
بايد وويل سي، چي ايران او پاکستان په دې وروستيو کي د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ چټکه کړې ده، چي نړۍوالو بشري سازمانو د يادو هيوادونو دغه کړنه غندلې او غوښتنه ئې کړې، چي د خطر سره د مخ افغان کډوالو د اخراج لړۍ بايد و درول سي.