افغان ساينس پوه محمد تنها په ایران کښي مېشتو افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی، چي د هغو ویجاړو سوو ودانیو په بیا رغونه یا د خاورو او کثافاتو په لېږدولو کښي کار ونه کړي، چي د اسرائیلو د وروستي برید وروسته زیانمنې سوي دي.
تنها وايي د دې امکان سته، چي د ایران دولت د ویجاړو سوو هستوي تاسیساتو د بیا رغوني یا د کثافاتو د لېږد له پاره په لوړ معاش کارګران استخدام کړي، خو دا کار د کارګرانو روغتیا ته جدي زیان رسوي.
د هغه وینا، هغه ځایونه چي د هستوي تاسیساتو په شاوخوا کښي دي او تخريب سوي دي د راډیواکټیف وړانګو کچه پکښي خورا لوړه ده.
دا وړانګي په لنډ وخت کښي او ياهم د وخت په اوږدو کښي د وژونکو ناروغیو سبب ګرځي، چي بايد افغان کډوال ورڅخه لېري پاته سي.
هغه زیاته کړې، چي د دې ځایونو د پاکولو کارونه ډېر خطرناک دي او کیدای سي د انسان ژوند له خطر سره مخ کړي.
هغه پر افغان کډوالو ږغ کړی، چي خپل روغتيا ته پاملرنه وکړئ، ترڅو د دغه خطرناکه وړانګو ښکار نه سي.