افغانستان او پاکستان کړکېچ؛ له کمونیسټه تر طالبه
له ۱۹۷۹ تر ۲۰۲۱ پوري افغانستان داسي هېواد وو چي واکمن حکومتونه یې تر ډېره مجبوره وو د خلکو د غوښتنو پر ځای د بهرنیو قدرتونو حساب وساتي. د دې مجبوریت پایله دا وه چي کابل د پاکستان د دوامدار نفوذ، استخباراتي لاسوهنو او سرحدي فشارونو پر وړاندي اکثره چوپتیا غوره کوله یا یې یوازي کمزوري سیاسي غبرګونونه ښودل، او هېڅکله یې پاکستان په ښکاره ډول نه ننګاوه.
نه کمونیستي رژیمونه، نه د مجاهدینو دوره او نه هم د ۲۰۰۱ وروسته جمهوري نظام یو هم بشپړ خپلواک نه وو. پرېکړي به په کابل کي کېدې، خو سره کرښې به په مسکو، اسلاماباد او واشنګټن کي ټاکل کېدې.
خو له ۲۰۲۱ وروسته حالت بدل سو.
د طالبانو واک ته رسېدل یوازي د نظام بدلون نه وو، بلکي په سیمه کي د ځواک د توازن بدلون هم وو. دا لومړی ځل دی چي په کابل کي داسې واکمن راغلي دي چي نه پر لوېدیځو مرستو تکيه لري، نه د نړیوالې ټولني د رضا لپاره خپل دریځ بدلوي، او نه هم د فشارونو پر وړاندي چوپ پاته کېږي.
رښتیا دا ده چي له خپلو خلکو او په ځانګړي ډول له ښځو سره یې تنده او قهري رویه لري، خو د پاکستان پر وړاندي د طالبانو جدي بریا د افغانستان په تاریخ کي بېي سارې ده.
کله چي پاکستان د سرحدونو په تړلو، د افغان کډوالو په جبري او سپک کوونکي ایستلو، هوايي بریدونو او د TTP د موضوع له لاري پر کابل فشار راوړ، طالبانو بېله ځنډه او د خپل پوځي توان په اندازه، قاطع، عملي او ښکاره ځواب ورکړ. همدا ځواب او زړورتیا وه چي اسلاماباد یې حېران کړ، ځکه دا افغانستان نور هغه پخوانی افغانستان نه وو چي تېرو څلورو لسیزو کي ورسره عادت سوي وو.
حقیقت دا دی چي د طالبانو ځواک په وسلو کي نه، بلکي په سیاسي خپلواکۍ کي نغښتی دی. که څه هم طالبان په نړیوال انزوا کي دي، خو په داخل کي دومره منسجم دي چي د فشارونو پر وړاندي ودرېږي.
برعکس، پاکستان نن د اقتصادي ستونزو، سیاسي بېثباتۍ او داخلي امنیتي ګواښونو سره مخ دی. په داسې حالت کي له افغانستان سره اوږدمهاله شخړه نه یوازي ډېره ګرانه، بلکي خطرناکه هم ده. له همدې امله پاکستان نه د بشپړې جګړې جرأت لري او نه د پخوانۍ برترۍ توان.
د افغانستان او پاکستان اړیکي اوس نوي پړاو ته داخل سوي دي. دا موضوع د احساساتو خبره نه ده؛ بلکي د واقعیتونو د منلو وخت دی. یو واقعیت اوس ښکاره سوی دی:
افغانستان نور هغه هېواد نه دی چي هر فشار په چوپتیا وزغمي.
دا بدلون به دوام وکړي که نه، دا به راتلونکی وښيي؛ خو په ښکاره ډول ویلای سو چي د سیمي سیاست د قطعیت له مرحلې وتلی او د بېباورۍ نوي پړاو ته داخل سوی دی او دا د هر امنیتي نظام لپاره تر ټولو لوی امتحان دی.
تصور وکړئ که کمونیستانو او وروسته جمهوري نظام، د پاکستان له لوري د زرګونو مجاهدینو او طالبانو د افغانستان پر لور د ورټېل کېدو پر وړاندي، هغه وخت د نننیو طالبانو په شان د مستقیم او قاطع ځواب سیاست غوره کړی وای، ښايي نن پایله بله وای. خو هماغه بهرنی نفوذ وو چي له کمونیستانو او جمهوري نظامه یې دا توان او غیرت اخیستی وو.